طالبانو د قصاص څه باندې ۱۷۰ حکمونه صادر کړي

په کابل کې د سترې محکمې ودانۍ

د طالبانو تر کنټرول لاندې د سترې محکمې اداري مرستیال عبدالمالک حقاني وايي، د دوی محکمو په ټول هېواد کې د قصاص څه باندې ۱۷۰ حکمونه صادر کړي دي.

حقاني پرون پنجشنبې په یوه ویډیو کې ویلي چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د قصاص حکم تطبیق ته ژمن دی.

نوموړي ويلي: "په دې وروستیو کې اسلامي امارت د محکمو تشکیلات بشپړ کړي، محکمو په ټول هېواد کې د قصاص نږدې ۱۷۵ فیصلې، د دیات ۷۹ فیصلې او د سنګسار ۳۷ حکمونه صادر کړي دي."

ده همدا راز وویل چې محکمو پر څلور تنو بدعملو د دېوال چپه کولو پرېکړه کړې ده.