په ننګرهار کې ټیک ټاک ته د ویډیو ثبتولو پر مهال د یو ځوان قاتل نیول شوی

د جلال اباد ښار یوه څنډه

طالبانو په ننګرهار کې هغه کس نیولی چې په تېروتنې سره یې یو ځوان د ټیک ټاک اپلېکیشن ته د ویډیو ثبتولو پر مهال وژلی دی.

په ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ د یوې ویډیو په خپرولو سره چې تورن کس ته منسوبه ده ویلي، دغه قضیه به عدلي او قضایي ادارو ته راجع شي.

راپورونو کې ویل شوي چې، ویډیو ثبتونکي د خالي شاجور یوه تومانچه په قتل تورن کس ته ورکړې چې د ویډیو د ثبت پر مهال یې ماشه کش کړي، خو تومانچې کې یوه مرمۍ پاتې وه چې د وژنې لامل شوه.

د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلي، په دې ویډیو کې د پېښې کره نېټه نه ښيي، خو زیاتوي چې په مهمند درې ولسوالۍ کې رامنځته شوې.

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ټیک ټاک اپلېکیشن پر کارېدو بندیز لګولی دی.