خیبر پښتونخوا کې د دوو جلا پېښو پر مهال اووه کسان وژل شوي

د کورمې يوه څنډه

د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د ډزو په دوو جلا جلا پېښو کې د ښوونځي د استادانو په ګډون لږ تر لږه اووه تنه وژل شوي دي.

د ضلعي پولیسو مشر محمد عمران د ازادي‌ راډیو مشال څانګې ته وویل چې دواړه پېښې نن د مې پر څلورمه شوې دي.

د ده په وینا، د پنجشنبې پر ماسپښین شاوخوا یوه بجه نامعلومه کسانو پر شلوزان سړک پر یوه ګاډي برید وکړ چې په کې د ګېدو سیمې یو اوسېدونکی ووژل شو.

دی وايي، تر دې وروسته په تري منګل سیمه کې پارېدلي کسان یوه دولتي ښوونځي ته ورداخل شول او هلته یې ډزې وکړې چې په کې د څلورو استادانو په ګډون شپږ تنه ووژل شول.

د عمران په خبره، هغو خلکو دا ګومان کړی وو چې په ښوونځي کې یې د مخالفانو د سیمې استادان د بورډ امتحانونو دنده ترسره کوي، نو ځکه په ښوونځي ورغلل.

د پولیسو مشر وايي چې په ښوونځي کې وژل شوي کسان د کورمې د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي وو.