د پاکستان د بهرنيو چارو وزير هند ته ولاړ

د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري

د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د شانګهای همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په دوه ورځنۍ غونډه کې د ګډون لپاره هند ته ولاړ.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې دا غونډه نن او سبا د هند په ګووا ښار کې کېږي چې بلاول بوټو زرداري په‌کې د پاکستاني پلاوي مشري کوي.

بوټو په خپل ټوdټر په یوه پیغام کې ویلي: "زما تګ دا واضح پیغام ورکوي چې پاکستان څومره د شانګهای د همکارۍ سازمان ناستو کې خپل غړیتوب ته اهمیت ورکوي. زه د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو سره د دوه اړخیزو رغنده بحثونو په تمه یم."

دا په تېرو ۱۲ کلونو کې لومړی ځل دی چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د هند په سفر ځي.

تر دې وړاندې په ۲۰۱۱ز کال کې د پاکستان د هغه وخت د بهرنيو چارو وزيره حنا رباني کهر هند ته تللې وه.

تمه ده په دې غونډه کې د سیمې د هېوادونو د روانو چارو په اړه بحث وشي.

د شانګهای همکارۍ سازمان په ۲۰۰۱ز کال کې جوړ شو چې اته غړي لري، چين، روسیه، قرغيزستان، قزاقستان، تاجکستان او ازبکستان د دغه سازمان بنسټګر غړي دي، خو پاکستان او هند یې په ۲۰۱۷ز کال کې غړيتوب ترلاسه کړ.

افغانستان د دغه سازمان ناظر غړی دی.