د طالبانو مشر کندهار او يو شمېر ولايتونو ته نوي واليان ګمارلي

د طالبانو رهبر ملا هبت‌الله اخندزاده

د طالبانو رهبر ملا هبت‌الله اخندزاده د کندهار په شمول د ځینو ولایتونو لپاره نوي والیان ټاکلي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په یوه بیان کې لیکلي چې د دفاع وزارت د ستراتېژيکو استخباراتو معین ملامحمد علي حنفي چې په ملا شېرین اخند مشهور دی، د کندهار د سرپرست والي په توګه ټاکل شوی.

ملا شېرین اخند د طالبانو د مخکېني رهبر ملا عمر اخوند سره نږدې پاتې شوی او په دوحه کې د طالبانو په مذاکراتي ټیم کې هم شامل و.

ملا شېرین نن د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د سرپرست سراج الدین حقاني له‌خوا رسماً کندهار کې د ولایت مقام مسوولانو ته ور معرفي او په خپل کار یې پیل کړی دی.

د کونړ لپاره محمد ایوب خالد، د نورستان لپاره بشیر احمد حقاني، د جوزجان لپاره ګل حیدر شفیق او د بغلان لپاره عبدالرحمان حقاني نوي والیان ټاکل شوي.

دوی ټول مخکې د قول اردوګانو او نورو ولایتونو مشران وو.

د طالبانو د رهبر په فرمان کې همدا راز د شاوخوا څلورو قول اردوګانو لپاره هم ځینې نوي قومندانان ټاکل شوي.

د طالبانو پر رهبر ملاهبت‌الله اخندازه نیوکې دي چې د حکومت په اکثره مقرریو کې دخیل دی او واک یې انحصار کړی دی.