چين: نړيواله ټولنه بايد د طالبانو حکومت سره تماسونه او خبرې ګړندۍ کړي

د چین د بهرنیو چارو وزارت

د چین د بهرنیو چارو وزارت وایي، نړیواله ټولنه باید د افغانستان له سرپرست حکومت سره تماسونه او خبرې اترې ګړندۍ کړي، د بیا رغونې او پراختیا له هڅو یې ملاتړ وکړي او د یوه ټولشموله حکومت جوړولو، منځلارې حکومتولۍ، له ګاونډیانو سره د دوستانه اړیکو پراختیا او له ترهګرۍ سره په کلکه مبارزې ته یې وهڅوي.

دا څرګندونې د چین د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې نن پنجشنبې په پېکېنګ کې په یوه خبرې غونډه کې پاکستان ته د دې هېواد د بهرنیو چارو د وزیر چین ګانګ د کېدونکي سفر او د پاکستان او افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو د ګډې غونډې د هدفونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماونینګ اعلان وکړ چې چین ګانګ به د مې له پنځمې نه تر شپږمې نېټې پورې له پاکستان څخه کتنه ترسره کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت دې ویاندې د وزارت په رسمي ویبپاڼه کې په یوه بیان کې دغه راز ویلي، چين هيله‌من دی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو په بهير کې د افغانستان د حالاتو او د درې اړخيزو همکاريو په اړه د نظرونو تبادله وکړي، د ګډې اجماع د رامنځته کولو، د متقابل باور د پياوړتيا او په سيمه کې د سولې، ثبات، پرمختګ او سمسورتيا لپاره په ګډه ونډه واخلي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل په یوه ټویټ کې ویلي چې د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ یو جامع سیاسي او تجارتي پلاوی به را روانه اوونۍ پاکستان ته لاړ شي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، پاکستان ته د امیرخان متقي سفر ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې چې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي ترې غوښتنه کړې وه، اجازه ورکړې ده.

ویل شوي چې متقي به د روانې می میاشتې له ۶مې نه تر ۹مې نېټې پورې له پاکستان څخه کتنه ترسره کړي.