د اوکراين ولسمشر هالنډ ته ځي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي

د هالنډ حکومت وایي، د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي به نن له دې هېواد څخه کتنه ترسره کړي.

د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت ویلي، تمه ده چې زیلنسکي به په دې سفر کې له چارواکو سره په لیدنو کتنو سربېره، د اوکراین لپاره له عدالت پرته سوله نه‌شته، تر عنوان لاندې یوه وینا هم وکړي.

دا به د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ میاشت کې پر اوکراین د روسیې له یرغل راهیسې هالنډ ته د زیلنسکي، له مخکې نااعلان شوی، لومړی سفر وي.

د اوکراین ولسمشر له دغه یرغل راهیسې یو شمېر هېوادونو ته سفرونه کړي دي.

نوموړي پرون چهارشنبې د فنلنډ له پلازمېنې هیلسنکي څخه کتنه ترسره کړه.