اوکرایني چارواکي: د روسي بې‌پيلوټه الوتکو بريد کې ۲۱ ملکيان وژل شوي

د اوکراین خرسون کې د روسیې له لوري وېشتل شوی یو سوپر مارکېټ

د اوکراین پر پلازمېنې کییف او خرسون سیمې د روسي پوځیانو د بې‌پیلوټه الوتکو د تازه پيل شوې لړۍ په ترڅ کې یووېشت ملکیان وژل شوي دي.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي ویلي، دغه ملکیان پر یوه سوپر مارکېټ، ټرین ستیشن، کورونو، د تېلو پمپونو او نورو ملکي سیمو کې په نښه شوي دي.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي چې د شپې له‌خوا شویو دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۴۸ ملکیان ټپيان شوي هم دي.

په خرسون سیمه کې تر پرون ناوخته پورې هم د بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو راپورونه ورکول شوي دي.