یوناما په افغانستان کې د رسنیو د راتلونکي په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړې

ارشیف: په کابل کې د یوې خصوصي رسنۍ نیوز روم

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یوناما په افغانستان کې د رسنیو د راتلونکي په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړې ده.

یوناما وايي چې د واکمنو طالبانو له خوا لګېدلی محدودیتونه زیات او خبریالان اړ شوي دي چې د وېرې او تهدید په فضا کې کار وکړي.

همداراز د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې افغان خبریالان په غیرقانوني ډول نیول شوي، شکنجه شوي، ګواښل شوي او ان وژل شوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړې راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ او د افغانستان لپاره د امریکا سفارت په جلا ټویټونو کې له دې کبله اندېښنه ښودلې.

د بې پولې خبریالانو ټولنې د ۲۰۲۲ کال د مطبوعاتو د آزادۍ په شاخص کې افغانستان ۱۵۲ ځای نیولی دی.

دې ټولنې ویلي چې د افغان خبریالانو لپاره چاپېریال په دوامداره توګه خراب شوی او ښځینه خبریالان عمدا له عامه ژوند څخه حذف شوي دي.