د اوکراین ولسمشر په یوه ناڅاپي سفر فنلنډ ته رسېدلی

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي نن په یوه ناڅاپي سفر فنلنډ ته ورسېد څو د د شمالي اروپا د هېوادونو په سرمشریزه کې ګډون وکړي.

دا خبر د فنلنډ جمهوري ریاست نن په یوه بیان کې ورکړ.

په عین حال کې د سویډن حکومت په یوه جلا بیان کې ویلي چې پر اوکراین د روسیې یرغل، له اوکراین سره د شمالي اروپا د هېوادونو ملاتړ، له اروپايي ټولنې او ناټو سره د اوکراین اړیکي او د عادلانه سولې لپاره د اوکراین طرح د دې غونډې د اجنډا موضوعات دي.

ټاکل شوې چې زیلینسکي به د دې سفر په ترڅ کې د فنلنډ له ولسمشر ساولي نینیسټو او همداراز د سویډن، ناروې، ډنمارک او آیسلنډ له صدارعظمانو سره وګوري.