ګوټېرېش: د نړۍ په هر ګوټ کې رسنۍ تر بريدونو لاندې دي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش نن د مې درېیمه د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت خبرداری ورکړ چې د نړۍ په هر ګوټ کې رسنۍ تر بریدونو لاندې دي.

نوموړي له ټولو هېوادونو وغوښتل چې د حقایقو او د هغوی چې په اړه یې راپور ورکوي، په نښه کولو مخه ونیسي.

ګوټېرېش وایي، په ۲۰۲۲ کال کې د رسنیو د کارکوونکو په وژنو کې ۵۰ سلنه زیاتوالی، د باور وړ نه‌دی او ټینګار یې وکړ چې د مطبوعاتو ازادي چې 'د ډیموکراسۍ او عدالت بنسټ دی' تر ګواښ لاندې ده.

په ۲۰۲۲ کال کې په نړۍ کې لږ تر لږه ۶۷ د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.

د دې ترڅنګ، ډیجیټل پلاټفورمونو او ټولنیزو رسنیو بنسټپالوته د غلطو خبرونو او د ژورنالیستانو د ځورولو کار اسانه کړی دی.

سږ کال دا ورځ په نړۍ کې داسې مهال نمانځل کېږي چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په دې هېواد کې ازادې رسنۍ تر بل هر وخت ډېرې تر فشارونو لاندې دي.

د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغانستان د خبریالانو مرکز پرون سه‌شنبه په خپل راپور کې وویل، د ۲۰۲۲م کال له مې میاشتې د ۲۰۲۳م کال تر مې میاشتې پورې په دې هېواد کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي، ګواښلو او نیولو ۲۱۳ پېښې ثبت شوي چې دا د وړم کال د همدې مودې په پرتله ۶۴ سلنه زیاتوالی ښيي.

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت په یوه ټویټ کې د دغې ورځې په مناسبت د افغان خبریالانو د کاراو فعالیت ملاتړ کړی او خلکو ته د معلوماتو په رسولو کې یې د هغوی هڅې د ډېرې ستاینې وړ بللې دي.