د ژوند په ټولو برخو کې د افغان ښځو د برابرې برخې اخیستنې غوښتنه وشوه

ارشیف: په کابل کې د خپلو حقونو د غوښتنې لپاره د معترض مېرمنو د لاریون یو انځور

په جنیوا کې د ملګرو ملتونو ادارې په افغانستان کې د ژوند په ټولو برخو کې د ښځو او نجونو د برابرې، بامفهومې او خوندي برخې اخیستنې غوښتنه وکړه.

دغې ادارې پرون په خپل رسمي ټویټر کې لیکلي، چې له ټولو هغو هېوادونو او سازمانونو چې د افغانستان پر بنسټپالو واکمنانو نفوذ لري، غوښتنه کوي چې له دغو اقدماتو تر شا کېدلو ته یې وهڅوي.

طالبانو په غیردولتي موسسو او وروسته د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو او نجونو کار منع کړ، چې دې کار یې په نړیواله سطحه عکس العملونه وپارول.

په افغانستان کې لا هم نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه‌ده ورکړل شوې او په پوهنتونو کې یې هم د دوی زده‌کړې منع کړې دي.