ګوټېرېش: د افغانستان په اړه بله غونډه کې د نړیوالې ټولنې پر اقداماتو بحث کېږي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په دوحه کې د افغانستان په اړه له دوه ورځنۍ غونډې وروسته په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال.

د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان په اړه یوه بله غونډه جوړه شي چې هلته به د افغانستان په تړاو د نړیوالې ټولنې پر اقداماتو بحث وشي.

انټونیو ګوټېرېش پرون په دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې یوه کنفرانس کې د یوې پوښتنې په ځواب کې دا خبره وکړه.

کله چې پوښتنه وشوه چې د افغانستان په تړاو به د نړیوالې ټولنې بل اقدام څه وي، په ځواب کې ګوټېرېش وویل: "څو ابتکارتونه روان دي، ما په نږدې راتلونکي کې د یوې بلې غونډې له جوړولو سره موافقه وکړه، هلته به له موقع په استفاده بېلابېل ابتکارونه سره راغونډ شي."

د ملګرو ملتونو سرمنشي د پرونۍ غونډې په پاې کې وویل، دوی به هېڅکله په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر حقونو پر بې‌سارو او سیسټماتیکو حملو چوپتیا غوره نه کړي.