د چین د بهرنیو چارو وزیر له میانمار سره د خپل هېواد پر پوله د سرحدي جنايي فعالیتونو په وړاندې د مبارزې او هلته د ثبات د ټینګښت غوښتنه وکړه.
چین ګانګ پرون سهشنبه د یوې ناکرارې سرحدي سیمې د کتنې پر مهال دغه خبره وکړه.
د چین او میانمار ترمنځ دغه پوله دوه زره یو سل او نهه ویشت کیلومتره ده، په ځنګلونو له پوښل شویو غرونو تېرېږي او له مودو راهیسې چین ته ورباندې مخدره مواد قاچاقېږي.
د طلايي مثلث په نوم مشهوره سیمه د لاوس، میانمار او ټایلنډ ترمنځ پرته ده، چې بدنامه ګڼل کېږي.
ملګرو ملتونو ویلي، کله چې په میانمار کې پوځ په ۲۰۲۱م کال کې قدرت ترلاسه کړ، په دغه هېواد کې د تریاکو تولید زیات شوی دی.