د اوکراین پوځ: ختیځ کې د روسي ځواکونو حملې په شا تمبول شوي

په باخموت کې د روانې جګړې یو انځور

د اوکراین پوځ وايي، د دې هېواد په ختیځ کې یې د روسي ځواکونو نورې حملې په شا تمبولي دي.

کییف نن سهار وویل روسي ځواکونو له پرون راهیسې پر باخموت ښار نورې ناکامې حملې هم وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې د ختیځې دونېڅک سیمې پر دې ښار جګړه یوې بلې میاشتې ته هم وغځېده.

په عین حال کې د اوکراین پر ختیځو سیمو د روسیې د پوځ راکټي حملې دوام لري.

د روسیې دفاع وزارت ویلي چې ځواکونو یې د اوکراین پر پوځي سنګرونو توغندي ویشتلي، خو د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي بېګا وویل چې د اوکراین پر مرکزي او شمالي سیمو د روسیې په راکټي حملو کې یو ۱۴ کلن هلک وژل شوی او له ۴۰ زیات نور ټپیان شوي دي.