په امریکا کې تازه ورغلیو افغانانو ته د پاتې کېدو اجازه ورکړل شوه

ارشیف: د ۲۰۲۱م کال اګسټ کې د کابل هوايي له ډګر څخه د افغانانو د ایستلو یا تخلیې پروګرام یو انځور

د امریکا حکومت هغو لسګونه زره افغانانو ته چې نږدې دوه کاله وړاندې د طالبانو تر بیا واکمنۍ وروسته هغه هېواد ته تللي، اجازه ورکوي چې متحده‌ایالتونو کې پاتې شي او کار وکړي.

اسوشېټېډپریس خبري اژانس له موضوع د دوو باخبره سرچینو په حواله دا خبره کړې.

د دوی په وینا افغان پناه غوښتونکو ته دا اجازه وروسته تر دې ورکول کېږي چې د دوی د مېشتېدو د دایمي حل لپاره د کانګرس هڅې وځنډېدې.

خبر کې راغلي چې امریکا ته تللي دغه کډوال به په همدې راتلونکي اوړي کې د دوو نورو کلونو لپاره د کار لنډمهاله جوازونه تمدید کړي او په ورته وخت کې به له ډيپورتېدو یا ایستلو خوندي شي.

دا هڅې د هغو څه باندې ۷۶ زره افغانانو د مېشتېدو د موقت حل لپاره کېږي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته امریکا ته واستول شول.