نن د افغانستان په اړه دوحه کې د نړيوالې غونډې دويمه او وروستۍ ورځ ده

د دوحې یوه څنډه

نن په دوحه کې د افغانستان په تړاو د طالبانو له ګډون پرته د یوې نړیوالې غونډې دویمه او وروستۍ ورځ ده.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجارېک دوشنبه ناوخته په یوه کنفرانس کې هغه اوازې او شننې رد کړې چې ګواکې په دې غونډه کې د طالبانو د رسمیت پېژندنې موضوع مطرح کېږي.

دوجارېک وویل، په دې ناسته کې هڅه کېږي چې د افغانستان په تړاو په تېره بیا د ښځو او نجونو په مورد د نړیوالې ټولنې نظر سره متحد شي.

په دې غونډه کې چین، فرانسه، جرمني، هند، اندونیزیا، ایران، جاپان، قزاقستان، قرغزستان، ناروې، پاکستان، قطر، روسیه، سعودي عربستان، تاجکستان، ترکیه، ترکمنستان، متحده عربي امارات، بریتانیا، امریکا، ازبکستان، اروپايي ټولنه او د اسلامي همکاریو سازمان ګډون لري.