آی پي‌ ایل؛ 'نوين الحق' درې وېکټې واخيستې

نوین الحق په آی پي ایل کې

د هندوستان غوره لیګ په ۴۳مه سیالۍ کې چې د لکنوسوپرجاینټز او رایل چلینجرز بنګلور ترمنځ ترس ه شوه، نوین الحق په‌کې ۳ لوبغاړي وسوځول.

دغه سیالۍ چې د می په لومړۍ نېټه وه، بنګلور لوبډلې د ۱۲۷ منډو هدف ټاکلی و چې لکنو لوبډلې د ټولو وېکټو په تاوان په ۱۹.۵ اورونوکې ۱۰۸ منډې وکړې او سیالي یې وبایلله.

په یادې سیالۍ کې افغان لوبغاړي نوین الحق په ۴ اورونو کې ۳۰ منډې ورکړې او ۳ وېکټې یې واخيستې.

هغه په توپوهنه کې هم ۱۳ منډې وکړې.

دا په سږنې آی پي ایل کې د نوین الحق ۴مه سیالي ده چې په ټولو لوبو کې ښه ځلېدلی دی او ټولټال یې ۷ لوبغاړي سوځولي دي.

نوین تر فضل حق فاروقي وروسته دویم چټک توپ اچونکی دی چې په یاد لیګ کې لوبېږي.

د ویلو ده چې د آی پي ایل ۴۴مه سیالي به د ګجرات ټایټانز او ډیلي کپیټلز ترمنځ وي.