د عربستان په همکارۍ ۴۳ نور افغانان له سوډانه ایستل شوي

له سوډان څخه د بهرنیانو د ایستلو پروګرام له نږدې یوې اوونۍ راهیسې پیل شوی دی.

د طالبانو حکومت وایي، پرون یې ۴۳ افغانان د سعودي عربستان په همکارۍ له سوډان را ایستلي دي.

دا خبره د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل په یوه پیغام کې کړې ده.

نوموړي ويلي: "په خوښۍ سره د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزارت په پر له‌پسې هڅو او د سعودي عربستان په همغږۍ او همکارۍ وتوانېد چې په سوډان کې د بند پاتې افغانانو دویمه جوپه هم چې ۴۳ تنه دي ‏له یاد هېواد څخه په خوندي ډول د سعودي عربستان جدې ښار ته نقل کړي چې هلته به د افغان قونسلګرۍ له لوري په هوټلونو کي ځای پرځای کېږي او په لنډ وخت کې به هېواد ته راستانه کړل شي."

تکل زیاته کړه چې په سوډان کې د نورو ایسارو افغانانو د را ایستلو هڅې هم روانې دي.

د راپورونو له مخې په سوډان کې شاوخوا ۱۲۰ افغانان په جګړه کې ایسار پاتې وو.