د خوړو نړيوال پروګرام سوډان کې خپل فعاليت بيا پيل کړ

ارشیف: په سوډان کې مرستو ته منتظر خلک

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په سوډان کې د یوه بشپړ بشري ناورین سره هم‌مهاله خپل فعالیت بیا پیل کړ.

د خوړو نړیوال پروګرام د اپرېل په ۱۵مه وروسته له هغه په سوډان کې خپل فعالیتونه ځنډولي وو چې درې کارکوونکي یې په جګړه کې وژل شوي وو.

د خوړو نړیوال پروګرام اجرایوې مشرې سنډي مکین د دوشنبې په ورځ وویل په سوډان کې یې عملیاتو موقتي تعلیق ځکه لرې کړ چې د دوو سیالو پوځي ډلو جګړې میلیونونه کسان له لوږې سره مخ کړي دي.

په سوډان کې د پوځ او یوې ملېشې ډلې زرګونه جنګیالي د واک په سر په جګړه اوښتي دي.

تر دې دمه څه باندې پنځه سوه کسان وژل شوي او تر څلورو زرو زیات نور ټپيان دي.

دې جګړې په سوډان او ګاونډیو هېوادونو کې د خوراکي موادو بیې ډېرې لوړې کړي او خلک د موادو له کمښت او لوږې سره مخ دي.