په میدان وردګ کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له کبله درې تنه مړه شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د میدان وردګ ولایت موقعیت

په میدان وردګو کې د طالبانو د حکومت ځایي چارواکي وایي چې د هاوان مرمۍ د چاودنې په پېښه کې درې تنه مړه شوي دي.

په دغه ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ مشر حبیب الله مجاهد نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل، پېښه پرون ناوخته د سیداباد ولسوالۍ په دیولګي کلي کې شوې ده.

هغه ویلي، دا مرمۍ له پخوانیو جګړو پاتې وه او په خبره یې درې سره قربانیان یې د ۶ او ۱۶ کلونو ترمنځ ماشومان او تنکي ځوانان دي.