اوکرایني چارواکو په کييف کې د ميزاييلي حملو د شنډولو خبر ورکړی

کییف کې د روسي ځواکونو له لوري یو توغول شوی میزاییل

د اوکراین محلي چارواکي وايي، د دوی د هوايي مدافع دستګاو نن سهار وختي پر پلازمېنه کییف د میزاییلو حملې شنډې کړې دي.

دا څرګندونې څو ساعته وروسته تر دې کېږي چې د بېړنیو خدماتو ادارې له‌خوا په ټول اوکراین کې د هوايي حملو د خطر زنګونه وغږول شول.

د څو چاودنو د راپورونو تر خپرېدو وروسته، د کییف محلي ادارې په ټلېګرام کې لیکلي، د هوايي دفاع دستګاه فعاله ده.

يادې ادارې خلکو ته ویلي چې ارام دې وي او تر هغو چې د خطر زنګ غږول کېږي، په خپلو پناه ځایونو کې دې پاتې وي.

د اوکراین رسنیو به دنیپروپیټروفسک او سُمي سیمو کې د چاودنو راپورونه ورکړي دي.