اردوغان په سوريه کې د داعش ډلې د يوه مشکوک مشر د وژل کېدو خبر ورکړی

ارشیف

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د یوه مشکوک مشر د وژل کېدو خبر ورکړ.

اردوغان پرون په تلوېزیون کې اعلان وکړ چې ابوحسین القریشي د ترکیې د استخباراتي ځواکونو په عملیاتو کې د شنبې په ورځ وژل شوی دی.

د سوریې په شمال کې د فرانسې خبري اژانس خبریال ویلي، د ترکیې استخباراتي اجنټانو او د ترکیې له ملاتړه برخمنو پوځي محلي پولیسو د شنبې په ورځ د عفرین سیمې په شمال لوېدیځ کې یوه ناحیه محاصره کړې وه.

محلي اوسېدونکو دغه اژانس ته ویلي چې په عملیاتو کې یوه وچه کرونده چې د اسلامي مکتب په توګه کارول کېده، په نښه شوې ده.

د ترکیې ځینې ځواکونه په ۲۰۲۰م کال کې د سوریې په شمال کې دېره شول.