بریتانيا د افغان نجونو او ښځو د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړی

د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر ډسمبر په وروستیو کې پر دغو محصلانو د پوهنتوني زده کړو بندیز ولګاوه.

بریتانیا وایي، په افغانستان کې ښځې او نجونې به چې طالبانو سخت محدودیتونه پرې لګولي، یوازې پرې‌نه‌ږدي.

دا خبره په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا استازي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستۍ غونډې ته کړې.

په هغه بیان کې چې د بریتانیا حکومت پر خپله وېبپاڼه خپور کړی، ویل شوي چې بریتانیا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو او خپلو شریکانو د کار ملاتړ ته ژمنه ده او زیاته کړې يې ده چې بریتانیا د ۲۰۲۱ کال د اپرېل له میاشتې راهیسې له افغانستان سره د ۶۶۲ ميلیون ډالرو بشري مرسته کړې ده.

خو په بیان کې نه‌دي ویل شوي چې د دغو مرستو څه اندازه یې د همدې کال په دوبي کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له دې هېواد سره شوې ده.