د افغانستان کرکټ بورډ ادارې له لوري د زرغون جام په نوم د پیل شویو یو ورځنیو سیالیو په دویمه لوبه کې پامیر لیجینډز لوبډلې جونیرچمپینز ته ماتې ورکړه.
دغه سیالي چې نن کشنبه په خوست ولایت کې ترسره شوه، لیجینډز لوبډلې لومړۍ توپوهنه وکړه او د ۳۱۴ منډو هدف یې وټاکه.
یادې لوبډلې ته په توپوهنه کې ګلبدین نایب ۷۳، طاهرعادل ۶۲، بهیرشاه محبوب۵۷ او ریاض حسن ۵۸ منډې وکړې.
د چمپینز په توپ اچونکو کې یماعرب او بشیراحمده دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
جونیر چمپینز د هدف په دوام یوازې ۱۰۱ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.
مخکښ توپوهونکی یې حزب الله درانی و چې ۳۷منډې یې کړې وې.
لیجینډز لوبډلې ته ظاهرخان پکتین ۶ لوبغاړي وسوځول او د اغېزناک لوبغاړي جایزه یې وګټله.
دغه راز ګلبدین نایب بیا په توپ اچونه کې هم دوه لوبغاړي سوځولي وو او د دې لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د ویلو ده چې د دې سیالیو لومړۍ لوبه د ورښت له امله بې پایلې تمامه شوې وه او درېیمه لوبه به د می په دویمه نېټه د هندوکش سټرایکرزاو پامیر لیجینډز ترمنځ وي.