نن په ازبکستان کې د اساسي قانون په اړه ټولپوښتنه کېږي

په نننۍ ټولپوښتنه کې تر ډېره اټکل کېږي چې رایه ورکوونکي به هغه وړاندیزونه هم تایید کړي چې له پنځو کلونو څخه اوو کلونو ته د ولسمشرۍ دورې غځول په کې شامل دي.

په ازبکستان کې نن خلک د اساسي قانون په هغه ټولپوښتنه کې خپلې رایې کاروي چې له مخې یې ولسمشر شوکت میرضیایف ته زمینه برابرېږي چې تر ۲۰۴۰م کاله پورې پر قدرت پاتې شي.

په نننۍ ټولپوښتنه کې تر ډېره اټکل کېږي چې رایه ورکوونکي به هغه وړاندیزونه هم تایید کړي چې له پنځو کلونو څخه اوو کلونو ته د ولسمشرۍ دورې غځول په کې شامل دي.

د ټولپوښتنې په نورو پوښتنو کې میرضیایف ته لار پرانیستل کېږي چې دوې دورې په واک کې پاتې وي او تر ۲۰۴۰م کاله پورې خپل قدرت ته دوام ورکړي.

چارواکو دغه بدلونونه په ازبکستان کې چې سخت کنټرول په کې دی، د حکومتۍ د بهترۍ یوه لاره بللې ده.

چارواکو د دې ټولپوښتنې سخت ملاتړ کاوه، په دې اړه یې کنسرټونه جوړول او د اصلاحاتو د ملاتړ لپاره یې لاریونونه برابرول.

په پلازمېنه تاشکند کې هم پر لویو لوحو تصاویر چاپ شوي او په متنونو کې یې له خلکو غوښتنه شوې چې خپله رایه دې وکاروي.