مېرکل د روسیې پر وړاندې د خپلو پالیسیو دفاع وکړه

د جرمني پخوانۍ صدراعظمه انګېلا مېرکل

د جرمني پخوانۍ صدراعظمې انګېلا مېرکل د روسیې پر وړاندې د خپلو پالیسیو دفاع وکړه.

د هغې پر پالیسیو انتقادونه کېږي چې له کبله یې مسکو ته لار اواره شوه څو پر اوکراین د ۲۰۲۲م کال په فبروري میاشت کې یرغل وکړي.

مېرمن مېرکل، چې د ۲۰۲۱م کال په ډسمبر کې له واکه لاس پر سر شوه، پرون د جرمني په لایپزیګ کې جوړو شویو مراسمو ته وویل، د هغې شخړې د حل لپاره د خپلو ډیپلوماتیکو هڅو دفاع کوي چې په ابتدايي توګه په ۲۰۱۴م کال کې پیل شوه چې کله روسیې پر هغه کال د اوکراین کریمیا ټاپووزمه اشغال او له خپلې خاورې سره الحاق کړله.

کله چې پر اوکراین د روسیې د یرغل په باب له مېرمن مېرکل پوښتنه وشوه، هغې وویل: "ما هڅه وکړه چې د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې د دې وضعیت مخه ونیسم، دا چې کار یې ورنه کړ، معنی یې دا نه ده چې هغه اقدام سم نه و."