آی پي ایل؛ رحمن‌الله ګربز د اغېزناک لوبغاړي جایزه وګټله

افغان توپ وهونکی رحمن الله ګربز

د هندوستان غوره لیګ په ۳۹مه سیالۍ کې ګجرات ټایټانز لوبډلې د ۷ وېکټو په توپیر کلکته نایټ رایډرز لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دغه سیالي چې د اپرېل په ۲۹مه نېټه ترسره شوه په دواړو لوبډلو کې درې افغان لوبغاړي هم ولوبېدل چې رحمن‌الله ګربز په کې د اغېزناک لوبغاړي جایزه وګټله.

ګربز چې پیلیزه توپوهنه یې کوله، د ۷ شپږیزو او ۵ څلوریزو پر مټ یې په ۳۹ توپونو ۸۱ منډې وکړې.

دا په یاد لیګ کې د نوموړي دویمه نیمه سلیزه وه.

دغه راز په دې سیالۍ کې د ګجرات لوبډلې په ګټه نوراحمد ۲ لوبغاړي وسوځول، هغه په ۴ اورونو کې ۲۱ منډې ورکړې.

راشدخان بیا په دې سیالۍ کې ښه ونه ځلېد، هغه پرته له کومې ویکټې اخیستلو په ۴ اورونو کې ۵۴ منډې ورکړې.

په دې لوبه کې کلکتې لوبډلې د ۱۸۰ منډو هدف ټاکلی و چې ګجرات د ۳ وېکټو په تاوان په ۱۸م اور کې پوره کړ.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه بیا ایرلنډي جاش لېټل ته ورکړل شوه.

د ویلو ده چې د دې سیالۍ تر ګټلو وروسته ګجرات لوبډله د نومرو په جدول کې اول مقام ته ورسېده.