ډبلیو ایچ او: ۴ لکه او ۲۰زره افغان ماشومانو ته یو مهم واکسین نه دی لګول شوی

ارشیف: په کابل کې واکسیناتورانې ماشومانو ته د واکسین د تطبیق پر مهال

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې ۴ لکه او ۲۰زره ماشومانو ته لږ تر لږه یو مهم واکسین نه دی لګول شوی.

دغې ادارې پرون د خوندیتوب نړیوالې اوونۍ په مناسبت په یوه ټویټ کې ویلي، یو لک او ۹۸زره نورو ماشومانو بیا هېڅ واکسین نه دی لګولی.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، اوس د دې وخت راغلی چې په افغانستان کې هر ماشوم ته واکسینونه پر سم لوري برابر کړای شي.

وخت ناوخت روغتيايي څارونکي وايي، د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې لا هم ګڼ کسان د واکسینونو په اهمیت نه پوهېږي، یا خپلو ماشومانو ته واکسین نه لګوي، یا هم دویمه او درېیمه ستن یا ډوزونه نه لګوي.