شویګو: له افغانستانه وسله والو ډلو په منځنۍ اسیا کې خپل فعالیتونه زیات کړي

د روسیې دفاع وزیر سیرګي شویګو

د روسیې دفاع وزیر وایي، په افغانستان کې دېره وسله والو ډلو د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې خپل فعالیتونه زیات کړي دي.

سیرګي شویګو د جمعې په ورځ د هند په پلازمېنې نوي ډیلي کې د شانګهای سازمان د دفاع وزیرانو غونډې ته د خبرو پرمهال دا ادعا وکړه.

نوموړي زیاته کړه چې د داعش، القاعده، د ازبکستان اسلامي تحریک او د ختیځ ترکستان اسلامي تحریک په څېر ډلې ښایي د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې نفوذ وکړي.

روسیې مخکې هم ورته اندېښنې څرګندې کړې وې.

طالبان بیا وایي چې دوی د دوحې د تړون له مخې دې ته ژمن دي چې هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.