په میدان وردګ کې د ناچاوده موادو د چاودېدو له کبله درې ماشومان وژل شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د میدان وردګ ولایت موقعیت

د میدان وردګ ولایت په سیداباد کې د ناچاوده موادو د چاودېدو له کبله یو شمېر ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

په دغه ولایت کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور رییس حبیب اله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې درې ماشومان وژل شوي او دوه ټپيان شوي دي.

د میدان وردګ د عامې روغتیا رییس محمد ځیرک بیا سیمه ییزو رسنیو ته ویلي چې دې چاودنې د پنځو ماشومانو ژوند اخیستی او دوه یې ټپیان کړي دي.

دا پېښه پرون د ماسپښین د درې نیمو بجو خوا ته د دښت توپ په سیمه کې وشوه.