کرکټ؛ د زرغون جام دویم پړاو سیالۍ پیل شوې

ارشیف: د خوست کرکت سیالیو یو انځور

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې له لوري نن شنبه د زرغون جام په نوم یو ورځنۍ کورنۍ سیالۍ پیل شوې.

دغه سیالۍ چې په خوست ولایت کې ترسره کېږي، څلور لوبډلې په کې د لیګ په بڼه سیالۍ کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې ازادي راډیو ته ویلي چې د زرغون جام پرمهال به ټولټال ۱۳ سیالۍ ترسره شي او پایلوبه به یې د مې میاشتې په ۱۷مه نېټه وي.

د دې جام لومړنۍ سیالۍ د هندوکش سټرایکرز او میوند ډیفینډرز ترمنځ پیل شوې چې سټرایکرز لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ اچونې پرېکړه کړې ده.

دغه راز د دې لیګ دویمه سیالي به سبا د پامیر لیجینډز او جونیز چمپینز لوبډلو ترمنځ وي.

د ویلو ده چې افغان کرکټ بورډ ادارې دا سیالۍ د راتلونکو اسیا او نړیوالو جامونو لپاره د چمتوالي په موخه پیل کړي دي.