ډبلیو ایف پي له بې وزله افغانانو سره مرستې لپاره ۹۰۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري

ارشیف: د ملګرو ملتونو له لوري له بې وزله افغانانو سره د مرستې رسونې له بهیره یو انځور

د خوړو نړیوال پروګرام وایي چې په افغانستان کې له بې وزلو سره د مرستې لپاره په راتلونکو شپږو میاشتو کې نهه سوه میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام پرون په ټویټر کې ولیکل، په داسې حال کې چې په افغانستان کې لوږه ده، نړیواله ټولنه باید له دغه هېواد سره مرسته وکړي.

تر دې مخکې د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی و که چېرته مرستې په وخت تر لاسه نه کړي، پر نهه میلیونه افغانانو به خپلې مرستې بندې کړي.

د خوړو د نړیوال پروګرام د شمیرو له مخې په افغانستان کې نهه ویشت میلیونه کسان نن سبا خوراکي موادو ته ضرورت لري.