دوجاریک: دوحې غونډه کې د ګډون لپاره طالبانو ته بلنه نه ده ورکړل شوې

د طالبانو ځینې مشران

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند وایي چې د دوحې په غونډه کې یې د طالبانو استازیو ته د ګډون بلنه نه ده ورکړې.

د سرمنشي ویاند سټیفان دوجاریک پرون وویل چې سرمنشي انټونیو ګوټېرېش طالبانو ته بلنلیک نه دی استولی.

ټاکل شوې ده چې د دوشنبې او سې شنبې په ورځو د ملګرو ملتونو د سرمنشي په ګډون د افغانستان لپاره د قطر په پلازمېنه کې غونډه جوړه شي.

په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د نورو هېوادونو ځانګړي استازي له ملګرو ملتونو سره یوځای د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړي.