اوکرایني چارواکو د روسي عملیاتو پر ضد د خپلو ځواکونو د چمتووالي خبر ورکړ

اوکرایني ځواکونه

د اوکراین دفاع وزیر وایي، د روسیې ځواکونو پر ضد د پسرلنیو عملیاتو لپاره د اوکراین چمتووالی د بشپړېدو په حال کې دی.

اولیکسي ریزنیکوف پرون په کییف کې خبرې غونډې ته وویل چې د تهاجمي عملیاتو لپاره لا هم یو څو وړو شیانو ته اړتیا شته.

نوموړي زیاته کړه چې د امنیتي دلایلو له امله په دې برخه کې اوس جزییات له رسنیو سره نه شي شریکولای.

د اوکراین دفاع وزیر دا خبرې په داسې ورځ وکړې چې د اوکراین پر بېلابېلو ښارونو روسي ځواکونو بریدونه وکړل او د څو ماشومانو په ګډون یې اوولس تنه ووژل.