د ملګروملتونو يوې کمېټې اوکراين کې له بشري حقونو د سرغړونې په اړه اندېښنه ښودلې

ارشيف

د ملګرو ملتونو یوې کمېټې نن د بشري حقونو د سرغړونو له هغې ډلې د اجباري ورکېدو، شکنجې، تیرې او د غیري قانوني اعدامونه چې ادعا کېږي د روسي ځواکونو او د روسيې د خصوصي پوځي شرکتونو له‌خوا په اوکراین کې ترسره شوي، خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه.

د نژادي تبعیض د له منځه وړلو په برخه کې د ملګرو ملتونو کمېټې له روسي چارواکو غوښتي چې، پر اوکراین د دغه هېواد د یرغل پر مهال د بشري حقونو د سرغړونو په اړه تحقیقات وکړي.

له زیات زور څخه استفاده، په خپل سر نیول، وژنې او له اوکراین څخه روسیې ته په زور د ماشومان انتقال د هغو سرغړونو څخه دي چې دې کمېټې يې یادونه کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د روسيې دايمي استازي تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ويلي.