کرېکټ بورډ: خوست کې د زرغون جام سيالۍ سبا شنبه پيليږي

د زرغون جام سياليو يو انځور

په خوست کې د زرغون افغانستان په نوم د کورني کرېکټ دویم پړاو لوبو ته چمتووالی روان دی.

د افغانستان کرېکټ بورډ وایي، د یو ورځنیو لوبو دغه جام به سبا شنبه پیل او د مې میاشتې تر ۱۷مې به دوام وکړي.

په دې جام کې ټولټال دیارلس لوبې ترسره کېږي چې هدف یې د کورني کرېکټ غوړېدل دي.