د برېتانيا سمندري چارو يو سازمان: د يمن په جنوب کې پر يوې کښتۍ حمله شوې

انځور - ارشيف

د برېتانیا د سمندري چارو یوه سازمان نن ویلي، د جګړه ځپلي یمن د جنوب په اوبو کې پر یوه کښتۍ حمله شوې ده.

دا په دې ناکرار سمندرګي کې د امنیتي پېښو وروستی مورد ګڼل کېږي.

د برېتانیا د سمندري تجارت د عملیاتو ادارې، چې د کښتیو تجارت ته امنیتي خبرداری برابروي ویلي، په عدن خلیج کې پر یوې نامشخصې کښتۍ ډزې شوې دي.

په دې باب نور تفصیلات نه‌دي ورکړل شوي.

دا راپور داسې وخت ورکول کېږي، چې ایران تېره پنجشنبه په عمان خلیج کې د تېلو هغه ټانکر چې امریکا ته روان شوی و ضبط کړ.

د ایران دولتي اژانس ایرنا وايي، دا ټانکر وروسته له هغې ضبط شو، چې یوه نامعلومه کښتۍ تېره شپه په فارس خلیج کې له یوې ایرانۍ کښتۍ سره ټکر شو او د عملې زیات غړي یې یا ورک لا هم ټپیان شول.