د اوکراين پر يو شمېر ښارونو د روسيې بريدونو کې اته کسان وژل شوي دي

نن سهار د اوکراین پر ښارونو د روسیې د حملو په تازه څپه کې لږ تر لږه ۸ کسان وژل شوي دي.

د ازادۍ راډیو د خبر مرکزي څانګې د راپور له مخې، د دغو کسانو د وژل کېدو راپور محلي او پوځي چارواکو ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د اوکراین د ختیځ په ویجاړ شوي ښار بخموت کې هم د سختو جګړو د دوام راپور ورکړل شوی دی.

نن سهار د هوايي عملیاتو په اړه د دوو ساعتونو له خبرداري وروسته د اوکراین پر ټولو برخو د وژونکو حملو په اړه راپورونه خپاره شول.

د چرکاسي مرکزي سیمې اومان ښارګوټي کې د پوځي ادارې مشر ایهور تابوریڅ ویلي پر دې ښارګوټي د روسیې د میزاییلو په حمله کې ۶ تنه وژل شوي او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

د مرکزي ښار دنیپرو ښاروال بوریس فیلاتوف په ټلګرام کې د نورو جزییاتو له ورکولو پرته ویلي، په دې ښار کې یوه ځوانه ښځه او یو درې کلن ماشوم وژل شوي.

د پلازمېنې کییف د پوځي ادارې مشر سرهی پاپکو ویلي، چې د اوکراین د هوايي مدافع سیسټم پر کییف زیات توغول شوي میزاییل شنډ کړي دي.