د امریکا د متحدو ایالتونو درې سرتېري هغه وخت مړه او بل تن ټپي شو، چې د پنجشنبې په ورځ د الاسکا پر فضا دوې پوځي څرخي الوتکې د تمریناتو پر مهال سره ټکر شوې.
د المندورف ریچارډسن ګډې پوځي اډې ویلي دوې AH-64 ډوله اپاچي څرخي الوتکې له تمریناتو د ستنېدو پر مهال سره ټکر او نسکورې شوې.
دوه سرتېري ځای پر ځای مړه شول او درېیم سرتېري روغتون ته پر لار ساه ورکړه، د څلورم سرتېري په روغتون کې درملنه روانه ده.
د دوی نومونه نهدي په ډاګه شوي.
امریکايي چارواکو ویلي د دې پېښې په اړه د دوی څېړنې روانې دي.