د بشري حقونو کمېسيون: د دوحې غونډه کې بايد د افغانانو اساسي حقونو باندې بحث وشي

د بشر د حقونو خپلواک کمېسيون چې اوس د طالبانو له‌خوا لغوه شوی دی او له افغانستان بهر فعاليت کوي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي، د دوحې غونډه کې بايد د افغانانو اساسي حقونه اجنډا کې ونيول شي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون چې طالبانو منحل کړی او له هېواده بهر فعالیت کوي وایي، ملګري ملتونه باید د دوحې د غونډې په اجنډا کې د افغانانو د اساسي حقونو په تېره بیا د ښځو د ناوړه وضعیت او څنډې ته شویو د توکمیزو او مذهبي ډلو د حقونو مسایل شامل کړي.

دې کمېسیون پرون پنجشنبې په یوه اعلامیه کې وویل، هیڅ سیاسي او ستراتېژیک دلیل باید د افغانستان د خلکو د بشري حقونو پر سر د معاملې سبب نه‌شي.

په اعلامیه کې همدارنګه ویل شوي، د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره هره هڅه به د افغانستان د خلکو لپاره د منلو نه وي او هغه باید د دوحې یا نورو غونډو په اجنډا کې شامله نه‌شي.

ټاکل شوې چې د ملګروملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتېرش په مشرۍ د تړلو دروازو تر شا دغه غونډه د مې په لومړۍ او دوهمه جوړه شي.

د ملګروملتونو یو ویاند ویلي چې، په دې غونډه کې به د طالبانو د حکومت چې تر اوسه د نړۍ هیڅ یوه هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی، د رسمیت پېژندنې پر موضوع تمرکز ونه‌شي.