د اوکراین په جګړه کې یو لوړپوړی روسي پوځي وژل شوی

د اوکراین په اشغالي ښار میلیتیپول کې امنیه قومندان اولیکساندر میشچینکو نن سهار په یوه چاودنه کې وژل شوی دی.

دی د روسیې له‌خوا د دې سیمې د امنیه قومندان په توګه ټاکل شوی و.

اخوا د راپورونو له مخې روسي ځواکونو یو وار بیا د اوکراین په څو سیمو له هغې ډلې میکولاییف ښار باندې هوايي بریدونه کړي.

په دغه بریدونو کې لږ تر لږه یو ملکی کس وژل شوی او ګڼ نور ټپیان دي.