پاکستان کې د يوې نښتې پر مهال شپږ پوليس وژل شوي دي

ارشيف

د پاکستان ۶ پولیس پرون (پنجشنبې) په سند ایالت کې له یرغمل نیوونکو سره د نښتې په ترڅ کې ووژل شول.

د پولیسو چارواکو د ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي چې، وسله‌والو انسان تښتونکو د یوه ځايي سوداګر زوی د بلوچستان ایالت له ډیره الله یار سیمې څخه تښتولی و.

ویل شوي، په داسې حال کې چې پولیسو تښتونکي تعقیبول، ډزې پرې وشوې چې په نتیجه کې یې ۶ پولیس ووژل شول او یو تن ټپي شو.

د تښتوونکو او یرغمل شوي کس د برخلیک په اړه څه نه‌دي ویل شوي.