د کندهار – کابل پر لاره ترافيکي پېښه کې ۶ کسان مړه شوي او ۱۸ ټپيان دي

کندهار کې ترافيکي پېښې ټپيان

د کندهار - کابل پر لویه لار په دامان ولسوالۍ کې د يو ۴۰۴ مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو په پېښه کې ۶ کسان مړه او ۱۸ نور زخمیان شوي دي.

پېښه نن سهار اووه بجې هغه وخت رامنځته شوې چې مسافر وړونکی موټر له کابله کندهار ته پر لاره و.

د طالبانو د حکومت د کندهار د والي ویاند حاجي زید وایي، په پېښه کې ژوبل شوي کسان ميروېس روغتون ته لېږدول شوي چې د دو تنو حالت نازک دی.

بل‌خوا د کندهار میرویس حوزوي روغتون چارواکو هم تايید کړې چې د پېښې له ځایه دوی ته ۶ مړي او ۱۸ ټپیان ور وړل شوي دي چې، یو شمېر ښځې او ماشومان هم په‌کې شامل دي.

طالب چارواکو تر اوسه د پېښې د علت په اړه څه نه‌دي ویلي، خو تر دې مخکې هم د کابل - کندهار پر لویه لار ګڼې ترافیکي پېښې رامنځته شوي چې علت یې د موټر چلوونکو بې احتیاطي او تېز سرعت بلل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې کندهار کې د تېر کوچني اختر په څلورو ورځو کې میرویس روغتون ته د ترافیکي پېښو شاوخوا ۲۳۰ ټپیان ور وړل شوي، چې له دې جملې دوو تنو په دغه روغتون کې ساه ورکړې.

د مېرویس روغتون د مسوولينو د معلوماتو پر اساس په دغو ټپیانو کې ماشومان سړي او ښځې شاملې دي.