د چين ولسمشر د روسيې او اوکراين ترمنځ د خبرو اترو غوښتنه کړې

د چين ولسمشر شي جين پينګ

د چین ولسمشر شي جین پینګ د روسیې او اوکراین ترمنځ د خبرو اترو غوښتنه کړې ده.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې شي جین پینګ پرون چهارشنبه د اوکراین له ولسمشر ولودمیر زلنسکي سره په ټليفوني خبرو کې د دواړو لورو په خبرو ټینګار کړی دی.

هغه ویلي، اټومي جګړه هیڅ ګټونکی نه‌لري.

دا خبرې داسې مهال کېږي چې پیکینګ وویل، غواړي د روسیې او اوکراین ترمنځ د منځګړي رول ولوبوي.

د چین دولتي ټلوېزیون ویلي، د شي جین پينګ اداره غواړي چې یوه سیاسي جوړجاړي ته د رسېدو لپاره اوکراین ته خپل استازی ولېږي.

چین هڅه کوي چې د اوکراین او روسیې جګړه کې ځان بې پلوه وښيي، خو تر اوسه یې پر اوکراین د روسیې یرغل نه‌دی غندلی.