د روغتیا نړیوال سازمان وایي، جاپان یو میلیون ډالره مرسته ورکړې چې افغانستان کې د ویروسي ناروغیو د تشخیص او درملنې پر لارو چارو ولګول شي.
د دغه سازمان د افغانستان څانګې د چهارشنبې په ورځ (د غوایي/ثور په ۶مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا پیسې به د دوی د همکارانو د ځواب ورکونې وړتیا لوړه او په ځانګړې توګه مېندو او ماشومانو په درملنه کې به مرسته وکړي.
د روغتیا نړیوال سازمان په اعلامیه کې راغلي، د افغانستان په څېر هېوادونو کې له طبیعي پېښو وروسته ویروسي ناروغۍ زیاتیږي.
د روغتیا له سکتور سره دغه مرسته داسې مهال شوې چې، په افغانستان کې روغتیایي خدمتونه کمزوري او نړیوالو بنسټونو له هغې ډلې یونېسف د وړو ماشومانو پر خوارځواکۍ او مړینه په ځلونو اندېښنه څرګنده کړې ده.