رسنۍ: د چين ولسمشر اوکراين ته ځانګړی پلاوی استوي

د چين ولسمشر شي جين پينګ

د چين ولسمشر اوکراين ته د يو ځانګړي پلاوي د استولو خبر ورکړی دی.

د چینایي رسنیو د راپور له مخې ولسمشر شي جین پینګ وایي چې، اوکراین ته به ځانګړی استازی واستوي څو له ټولو لوریو سره د اوکراین د جګړې د پای ته رسېدو لپاره خبرې وکړي.

د راپور له مخې شي جین پینګ دا خبره د اوکراین له جمهور رئیس ولودومیر زلنسکي سره نن د ټیلفونې مکالمې پر مهال وکړه.

د چين ولسمشر داسې مهال اوکراين ته د يو ځانګړي پلاوي د استولو خبره کوي چې، فکر کېږي چې د اوکراين د جګړې په پای ته رسېدو کې چين پر روسيه اغېز لري او شي جين پينګ کولی شي، د روسيې ولسمشر د اوکراين جګړې ختمولو ته وهڅوي.