لاوروف: د اوکراین او روسیې د غلې د صادراتو موافقه له خنډ سره مخامخ شوې

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د وینا پر مهال

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، د تور سمندرګي له لارې د اوکراین او روسیې د غلې د صادراتو موافقه له خنډ سره مخامخ شوې ده.

سیرګي لاوروف وايي، د روسیې د صادراتو پر وړاندې لاهم خنډونه شته دي.

دا موافقه تېره میلادي میاشت د شپېتو ورځو لپاره تمدید شوه، خو مسکو خبرداری ورکړ چې که لوېدیځ د روسیې د غلې دانې او سرې د صادراتو پر وړاندې خنډونه لرې نه کړي نو د موافقې تمدید به ونه مني.

لاوروف پرون په ملګرو ملتونو کې خبریالانو ته وویل چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته د دې موافقې په اړه یو لیک استولی او ټاکل شوې چې ځواب به یې ترلاسه کړي.