۷ میلیونه افغانانو ته د کوېډ۱۹ ناروغۍ پر وړاندې بشپړ واکسین تطبیق شوی

ارشیف: په کابل کې یو کس ته د کرونا ویروس پر وړاندې د واکسین تطبیق کېږي

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وايي، په افغانستان کې ۷ میلیونه کسان د کرونا ویروس یا کوېډ۱۹ناروغۍ پر وړاندې بشپړ واکسین شوي دي.

دغې ادارې پرون په ټویټر کې دغه جزییات خپاره کړي دي.

د کرونا ضد واکسین په باب دا ارقام داسې وخت خپرېږي چې د طالبانو روغتیا وزارت وايي، په دې ویروس د اخته کسانو شمېر بیا زیات شوی دی.

د دغه وزارت ویاند شرافت زمان ازادي راډيو ته ویلي چې د ۲۰۲۳ کال له لومړیو د کوېډ۱۹ ناروغۍ د مثبتو پېښو شمېر له ۱۶۰۰څخه تر ۱۷۰۰ پورې رسېدلی و، خو په تېره یوه میاشت کې دا شمېر تر ۲۵۰۰ ډېر شوی دی.

یونېسف په خپل ټویټ کې ویلي چې پنځلس لکه ماشومان بیا د شري یا سرخکان په وړاندې واکسین شوي دي.