کرزي د نجونو پر مخ د ښوونیزو مرکزونو د پرانیستل کېدو غوښتنه کړې

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پرون کابل کې د ترکیې له سفیر جهاد ارګینای سره په کتنه کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو پرانیستل کېدو غوښتنه وکړه.

د ښاغلي کرزي مطبوعاتي دفتر په یوه اعلامیه کې لیکلي چې په دې کتنه کې د قطر د هغې غونډې په باب هم بحث وشو چې راروانه دوشنبه او سې شنبه پر افغانستان جوړېږي.

د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي چې دواړو لوریو په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د ملي ډیالوګ ژر تر ژره پیل ضروري وباله.